د پاکستان سېنېټ د حلقه بنديانو قانون منظور کړ

د پاکستان سېنېټ د سرشمېرنې د نوي رپورټ پر اساس د حلقه بنديو ترميمي قانون منظور کړی دی.

د قانون تر منظورېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې د پنجاب نهه څوکياني کمې کړل شوې دي.

بل خوا د خېبر پښتونخوا پنځه، د بلوچستان درې او اسلام اباد یوه څوکۍ زياته شوې ده.

قانون د سېشنبې مازيګر د پارلېماني چارو وزير افتاب شېخ وړاندې کړ چې په حق کې ۸۴ او په مخالفت کې يې يو ووټ ورکړل شو.

قامي اسمبلۍ سږکال د نومبر په مياشت کې دا قانون منظور کړی وو.

تر دې وړاندې دا قانون څلور ځله سېنېټ ته وړاندې شوی وو خو هر ځل به د پېپلز ګوند د اعتراضونو له کبله د ځنډ ښکار شو.

د قانون تر منظورېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې د پنجاب نهه څوکياني کمې کړل شوې دي او د خېبر پښتونخوا پنځه، د بلوچستان درې او اسلام اباد یوه څوکۍ زياته کړل شوې ده.

د پاکستان شمارياتو ادارې ويلي چې د سرشمېرنې حتمي راپور د ۲۰۱۸ م کال د اپرېل تر مياشتې له مخه نه شي خپرېدلای.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن ويلي ول چې راتلونکې ټولټاکنې به د ۲۰۱۸ م کال د جولايي په مياشت کې کېږي او ددې لپاره بايد حلقه بندياني شپږ مياشتې له مخه وشي.

هم دې په کتو سره د پاکستان مشترکه مفاداتو کونسل د نومبر پر ۱۴ مه د سرشمېرنې د رپورټ منظوري ورکړې وه.

د تازه شمېرنو سربېره هم ددې هېواد د قامي اسمبلۍ څوکۍ د ۱۹۹۸ م کال د سرشمېرنې پر اساس ۲۷۲ ساتل شوې دي.

د جماعت اسلامي يو مشر سېنېټر پورفېسر ابراهيم وايي چې انتخاباتي کمېشن ويلي وو چې که د حلقه بنديو په اړه قانون منظور نه شو نو د انتخاباتو کېدل به له شک سره مخامخ شي خو دده په وينا اوس چې سېنېټ هم قانون منظور کړ نو ورسره دا شکونه هم ختم شول.

د نویو حلقو جوړولو په اړه به د چارشنبې په ورځ غونډه کوو. انتخابي کمېشن

که څه هم د نویو سرشمېرنو پر اساس به په قامي اسمبلۍ کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان څوکۍ زياتې شي خو د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي چې د څوکيو له زیاتېدو سره به دواړه صوبو ته څه خاص ګټه و نه رسېږي البته د جمهوريت لپاره انتخابات او نوې حلقې جوړول ضروري دي.

په پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه په ۱۹۹۸ م کال کې شوې وه.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشال راډیو ته وويل چې د نویو حلقو جوړولو په اړه به د چارشنبې په ورځ غونډه کوي.