کورمېوال: پاکستان سرکار دې د پکتیا، توري- منګل لار وازه کړي

د کورمې ځايي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې توري- منګل لار دې زر تر زره خلاصه کړل شي چې د دوی په تپه ولاړه سوداګري یې لږ و ډېره په پښو ودري.

یوه ځايي مشر ملک حاجي بهادر خان وايي، توري -منګل لار د افغانستان پلازمېنې کابل ته ډېره لنډه پرېوځي او د سوداګرۍ یو مهم شاهرګ دی خو له بده مرغه له تېرو لسو میاشتو راهیسې تړلې پرته ده.

د پاکستان حکومت په فرورۍ میاشت کې د سیند صوبې په سېوڼ شریف کې د لال شهباز کلندر پر مزار د ځانمرګي برید وروسته د پکتیا- توري منګل لار تړلې ده.

یوه بل ځايي مشر حاجي عبدالرحمان وايي، که داسې بده پیښه رامینځ ته کېږي نو حکومت دې بیا لارې نه تړي ځکه چې له دې سره یې ژوند سخت اغېزمنېږي.

د سیمې ملک حاجي رحیم منګل وايي، که چیرې له کورمې د توري -منګل په ګاوي سر د افغانستان پکتیا ته تلونکې لار پرانیستل شي نو د سیمې اقتصاد به ورسره یو ځلې بیا ډېر وغوړېږي.

د افغانستان – پاکستان ترمنځ د کورمې خرلاڅۍ دورازه بیا وازه کړل شوه

مشال ریډيو چې کله په دې اړه د کورمې له کنټرول روم سره په ټېلیفون اړیکه ونیوله نو ویل یې پولیټيکل ایجنټ بصیر خان وزیر له تاسو سره خبرې نه شي کولی ځکه چې هغه په جرګه کې بوخت دی.

له کورمې د افغانستان مختلیفو سیمو ته تلونکې پنځه لارې داسې دي چې هغه هلته د سوداګرۍ لپاره ډېرې زیاتې کارول کېږي.

په دې کې دا وخت له افغانستان سره د خرلاڅو او بوړکۍ لارې خلاصې دي خو توري -منګل، شرکو او د شهیدانو ډنډ لارې لا هم بندې پرتې دي.

'د خرلاڅو بندر به د کورمې، خوست او پکتیا سوداګري وغوړوي'