د فاټا ځوانان د انضمام خلاف لاریون کوي

د قبایلي ځوانانو او زده کوونکیو یوې ټولنې سبا ته په اسلام اباد کې په هغه لاریون او احتجاج کې د برخې اخېستو اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پرضد جوړېږي.

د ټولو قبایلي اېجنسیو د ځوانانو دې ټولنې بېګا ماښام د پېښور د خبریالانو په مرکز کې غونډې ته وویل، د هغو سیمو د برخلیک په اړه تر پرېکړې مخکې هلته ټولپوښتنه غواړي. دوی د جمعیت علمای اسلام ف او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مننه وکړه چې د فاټا ولس ریښتونی ږغ یې پورته کړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فاټا ځوانان د انضمام خلاف لاریون کوي

جمیعت علمای اسلام (ف) هم احتجاج کوي

بلخوا په ټولنيزو رسنيو د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ په ۳۰ دسمبر اسلام اباد کې د فاټا انضمام پرضد احتجاج کې د ګډون لپاره هم ليکونه خپاره کړي دي.

سياسي ګوندونو کې جميعت عللمای اسلام او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د فاټا له خېبر پښتونخوا سره د ګډولو مخالفت کوي او غوښتنه یې ده چې د اصلاحاتو بهیر دې د فاټا ولس په خوښه وکړل شي.

د دواړو ګوندو مشران وايي چې د فاټا د راتلونکې په اړه له فيصلې وړاندې دې له قبايلي اوسله ټول پوښتنه وشي ، خو بيا د مولانا فضل الرحمان د ګوند غړو څو څو وارې د فاټا د ځانله صوبې جوړول لپاره هم احتجاجي مظاهرې کړې دي.

د انضمام ملاتړیو ځوانانو کمپاین

د دې ترڅنګ په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو او په خېبر پښتونخوا د ورګډولو په حق کې په ټولنيزو رسنيو کې د وېډيويي پيغامانو خپرولو يو ځانګړي کمپاين روان دی.

تر اوسه دغه کماپين کې، ملالې يوسفزۍ، شاهد اپرېدي، پخواني فاسټ باولر شعېب اختر او دا شان د موسيقۍ او د ټېليوژن نورو څهرو خپل پيغامونه خپاره کړې دي.

د قبايلي سيمو د ځوانانو جرګه وايي چې دغه کماپين ېې ځکه پېل کړې دی چې له ټوله نيزو رسنيو لا لارې خپل غږ حکومتي واکمنانو ته رسول غواړي.

د فاټا د ځوانانو د جرګې يوه غړې ثمرينه خان وزير وايي چې د پيغامونو خپرولو لپارهلا نور هم ډيرو مشهورو شخصتينو سره په تماس کې دي نوموړې وايي چې ټولنيزې رسنې د قبايلي اولس د حقونو او د فاټا د اصلاحاتو لپاره تر ټوله آسانه او اغيز منه لاره ده.