د ننګرهار په جنازه کې چاودنه، ۱۸ وژل شوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان په ننګرهار ولايت کې چاودنه شوی چې پکې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
د والي ویاند عطا الله خوږياڼي مشال راډیو ته ويلي چاودنه د يکشنبې ماسپښين شاوخوا دوه بجې د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان هديره کې شوی دی.د ننګرهار رنسيو دفتر ويلي چې په حمله کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۲ کسان ژوبل دي.