پاکستان د امریکا سفیر ته د ټرمپ پر ټویټ احتجاج وکړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، بېګا شپه یې د امریکا سفیر ورغوښتی او هغه ته یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستي ټویټر پېغام په اړه خپل خپګان او احتجاج ثبت کړی دی.

د خارجه دفتر د یوه چارواکي په وینا چې د امریکا له سفیر ډېویډ هیله یې د ولسمشر ټرمپ د ټویټر پېغام په اړه سپیناوی غوښتی دی. په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت ویاند هم د خپل سفیر د وربللو پخلی کړی دی.

ډونلډ ټرمپ په پاکستان د بیلیونو ډالرو مرستو درولو خبرداری ورکړی دی او پر اسلام اباد یې توندروو ډلو ته د پناه ګاوو ورکولو تورونه لګولي دي.

د ۲۰۱۸ کال په خپل لومړني ټویټ کې ولسمشر ټرمپ لیکلي چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ بيليونه ډالر ورکړي خو هغوی په ځواب کې هېڅ نه دي کړي بلکې دروغ يې ويلي او دوکه يې ورکړې ده.

نوموړي ويلي اسلام اباد ته امريکايي مشران احمقان ښکاري. ولسمشر ټرمپ زياته کړې چې پاکستان هغو ترهګرو ته پناه ګاوې ورکړې چې امريکايي ځواکونه ورسره په افغانستان کې په جګړه دي.

نوموړي ویلي، نور به داسې نه کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له دغه وروستو پر خپل ټویټر لیکلي ډېر ژر به ولسمشر ټرمپ ته ځواب ووايي او نړۍ ته 'ریښتيا او افسانه' ښکاره کړي.

خواجه اصف دا هم ویلي دي، امریکا په افغانستان کې د خپل شکست له وجې ناهیلې ده، هغه د پاکستان له یوه شخصي ټېلیویژن جیو سره په خبرو کې وویل امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې دغه خبرې د پرېشانۍ له وجې کړي دي او باید واشنګټن په افغانستان کې د وسله والو په اړه پوځي نه بلکې د مذاکراتو لاره خپله کړي.

د پاکستان پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د ډېسېمبر پر ۲۸مه په پېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د وسله والو پرضد یې بې له توپيره اقدامات کړې دي. د غفور په وینا د ترهګرۍ پر ضد جنګ یې د پېسو لپاره نه بلکې د خپل هېواد ګټو په نظر کې ساتلو سره کړی دی.

ده وویل، ((د اتحادي مرستو په لړ کې چې کومې پېسې موږ ته راکړل شوي هغه، هغه روپۍ دي چې موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې لګولې وې.))

خو امريکايي او افغان چارواکي وايي چې پاکستان پر خپله خاوره شته افغان طالبانو او حقاني ترهګري ډلې پر ضد کاروايي نه کوي. افغان چارواکي په پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن او افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژنه خپلې خبرې لپاره د دليل په توګه راوړي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمد الله محب د ولسمشر ټرمپ د تازه بيان هرکلی کړی دی. هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۸ دا لومړۍ خبره افغانانو لپاره ((ښه پېغام)) دی.

هغه ویلي دي، پاکستان تر اوسه په دې هېواد کې د هغو ترهګرو پناه ګاوې نه دي نابودې کړې چې په افغانستان کې حملې کوي.

افغان سفیر حمدالله محب د ګل په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو خبرو هرکلی وکړ چې وایې پر پاکستان نور پوځي امداد بندوي.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه د امریکا مرستیال ولسمشر مايک پېنس کابل کې خپلو ځواکونو ته د وېنا پر مهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د وسله والو د پټنځایونو ساتلو ته دوام ورکوي نو ډېر څه به وبايلي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان د ترهګرو په ساتلو ډېر څه بایلي: مایک پېنس

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د نهې په ورځ د وفاقي کابینې یوه غونډه رابللې ده، د دغه هېواد رسنۍ لیکي تمه ده په دغه غونډه کې وفاقي کابینه د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هغو خبرو هم بحث وکړي چې د ګل په ورځ یې په یوه ټویټ کې پر پاکستان توندروو ډلو ته په پناه ګاوو ورکولو او له امریکا سره په دوکه کولو تورن کړ.