'پاکستان له امریکا سره د القاعدې وهلو کې مثالي مرسته کړې'

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیان په لړ کې د امریکا سفیر غوښتې او خپل اجتجاج یې ورته ثبت کړی.

د بهرنیو چارو د دفتر یو چارواکي په وینا چې بېګاه شپه له امریکايي سفیره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټویټر پیغام په اړه وضاحت غوښتل شوی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې ویاند هم د سفیر ډېوډ هېل د غوښتنې پخلی کړی دی.

بلخوا په دې لړ کې د پاکستان وزیر اعظم د سېشنبې پر ورځ د وفاقي کابینې غونډه او د چارشنبې په ورځ یې د قامي سلامتیا غونډې رابللي دي.

د ټویټر له لارې د امریکا ولسمشر لخوا تر سختو نیوکو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف بېګاه ماښام ویلي و چې د امریکا ولسمشر بیان په اړه به نړۍ ته ډېر ژر رښتیا ښکاره کړی چې په حقیقت او افسانه کې څه فرق دې.

له دې وړاندې د دفاع وزیر خرم دستګیر ویلي و چې پاکستان القاعده ته ماتې ورکولو لپاره د امریکا مثالي مرسته کړې ده.

خرم دستګیر په وینا چې امریکا د پاکستان فضایي حدود وړیا کارولې.

ده وویل: ''پاکستان ته د عدم اعتماد او د تورونو علاوه څه ملاو نه شو.''

په دې لړ کې د بهرنیو چارو کار پوه حسن عسکري وایي، د امریکا ولسمشر د ټویټر له لارې سختې نیوکي کوي چې هېڅ صحیح طریقه نه ده ولې چې د پالیسو د اعلانولو په اړه د امریکا انتظامیه خپله طریقه لري.

نوموړی وايي: ''د امریکا ولسمشر لخوا چې کوم بیان راغلی دی نو دا پر پاکستان سخت تنقید دی خو زما په خیال دا یکطرفه دی.''

ده وویل: ''دا خبره سمه ده چې د پاکستان پالیسۍ له امریکا پالیسۍ سره په مکمل توګه سمون نه خوري، د دواړو په نقطه نظر کې فرق دې خو د فرق باوجود دواړو په ماضي کې له یو بل سره کمک کړې او له یو بل لپاره مددګاره پاتې شوي.''

عسکري زیاتوي: ''دا یکطرفه بیان غېر دوستانه دې چې له وجې به د پاکستان او امریکا په اړیکو منفي اثرات پریوځي.''

په هم دې لړ کې پخوانی سفیر رستم شاه مهمند زیاتوي: ''د امریکا ولسمشر بیان نتیجه به دا وي چې پاکستان به چین ته نور هم نږدې کېږي او دا خبره د امریکا د مفاد پرضد ده.''

نوموړی وايي: ''پاکستان به نور هم کوښښ کوي چې چین پاکستان اقتصادي راهداۍ پروژه عملي شي ولې چې امریکا د دغې پروژې مخالفت کوي.''

د امریکا ولسمشر د دوشنبې پر ورځ ویلي و چې امریکا له تېرو ۱۵کالو راهیسې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳بیلیونه ډالرې ورکړې خو اسلام اباد په جواب کې دروغ ویلي او دوکه یې راکړې.

د امریکا ولسمشر تور لګولې چې پاکستان وسله والو ته پټنځایونه ورکړې چې له وجې یې په افغانستان کې وسله والو ته کمک ملاوېږي خو نور به داسې نه کېږي.