'د افغان کډوالو پر سر سیاست مه کوئ'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو د قامونو د شوری مشرانو، د پاکستاني مقاماتو هغه فيصله غندلې چې پکې د افغان کډوالو پاکستان کې د پاتې کېدو موده يواځې يوه مياشت غزول شوې ده. څو ورځې وړاندې د پاکستان وفاقي کابينې د وزيراعظم په مشرۍ په غونډه کې د افغان کډوالو موده يوه مياشت وغزوله. د افغان کډوالو مشرانو وويل چې پاکستان او افغانستان دې د دوی پر سر د سياست پرځای د دوی ستونځو ته پام وکړي. دا خبرې افغان کډوالو په پېښور کې د يوې خبرې غونډې ته کړې دي. له پېښوره پرې ځلاند يوسفزی رپورټ راکوي.