جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې دوه ماشومان ژوبل کړي

د جنوبي وزيرستان په رېښوډه سيمه کې د یوه ماین چاودنې، دوه ماشومان ټپیان کړي دي.

د پوليټیکل انتظامیې چارواکیو په دوشنبه مشال راډیو ته وویل، دا پيښه تېره ورځ هله شوې چې دوو ماشومانو یو ماين موندلی او پرې چاودلی دی.

چارواکي وايي، له تېرې څه مودې راهیسې په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو چاودنو۶۸ تنو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.