سپريم کورټ د نقيب مسود د وژنې ګروېږنه کوي

د پاکستان سپريم کورټ په کراچۍ کې د وزيرستان د يوه ځوان نقيب مسود د وژنې نوټس اخېستی دی او پولیسو ته یې امر کړی چې په یوه اونۍ کې دننه دې د پېښې رپوټه وړاندې کړي.

نقيب مسود د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه په کراچۍ کې له ادعا سره سم پوليسو وژلی وو.

د زيارت په ورځ په پېښور، ډېره اسماعيل خان، کراچۍ، بنو، کوټه، لاهور او ملتان کې د نقيب مسود د وژنې پرضد مظاهرې وشوې.

کراچۍ کې د نقیب مسود د وژنې ضد بنو کې لاریون

د نقیب الله مسود د وژلو پرضد پېښور کې لاریون

نن د جمعې په ورځ د کراچۍ په سهراب ګوټ کې پښتنو د نقیب مسود د وژنې پرضد یوه لویه مظاهره کوي.

د پېښور احتجاجي غونډې ته په وینا کې د پښتنو د زده کوونکو د سازمان یوه مشر طارق افغان وویل، د ترهګرو په نوم دې د پښتنو وژنې ودرېږي او له دوی سره دې توپیر چلند بند کړل شي.

د روحیدې ملک په نامه یوې نجلۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د نقیب وژنې پوره عدالتي پلټنه دې وشي.

د سیند حکومت د پوليسو ترهګرۍ څانګې سي ټي ډي مشر ثناوالله عباسي په مشرۍ يوه کمېټۍ جوړه کړې چې د جمعې په ورځورته په پېښه کې تورن د ملېر پوليس افسر راو انور حاضر شو.

تر دې وړاندې راو انور ویلي وو چې د ۲۶ کلن نقیب الله اصلي نوم نسیم الله وو چې د تحریک طالبان پاکستان غړی وو او له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. خو د خلکو تر احتجاج وروسته د سیند حکومت د پېښې د پلټنې لپاره کمېټي جوړه کړې.

د نقيب مسود د کورنۍ يو غړی نور رحمان تور لګوي چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اهلکار په سپينه جامه کې راغلی وو او له دوکانه يې اوچت کړ خو د يادې څانګې مشر دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې د دوی څانګې نه څوک نيولي او نه يې وژلي دي.

د ۲۶ کلن نقيب مسود خپل نوم نسيم الله وو او له تېرو څه باندې اتو کالو په کراچۍ کې مېشت وو. د هغه د کورنۍ يو غړی نوررحمان وايي چې نقيب مسود له تېرو اتو کالو راهیسې د کراچۍ په سټيل مل کې مزدروي کوله او دوه درې مياشتې وړاندې يې په سهراب ګوټ سيمه کې د جامو خپل دوکان جوړولو. دی تور لګوي چې د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې ځينې کسان په سپينه جامه کې راغلي ول او نقيب يې له ځانه سره بیولی وو.

د ده په وينا چې هغه له هېڅ يوه وسله وال تنظيم سره تعلق نه درلود.

خو د سي ټي ډي يا د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې د کراچۍ مشر راجا عمر خطاب دغه تورونه ردوي چې ګنې نقيب دوی نيولی وو او وايي چې يواځې پر ټولنيزو رسنيو دوی له دې خبره خبر شوي دي.