نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د یو چسپکي(نښلیدونکي) ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او دویم تن ټپي شوی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت مشال راډيو ته وویل، چې چاودنه نن سهار خواوشا لس بجې د ګردیز ښار د دویمې حوزې اړوند کابل لین کې په یو شخصي موټر پسې شوې ده.
د پکتیا د والي ویاند وايي، وژل شوی کس سمیع الله احمدي نومیږي، چې د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې يې د محاسبې د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.
د پکتیا د والي ویاند وویل، د چاودنې لامل ندی څرګند، خو کشفي ادارو يې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه کوم چا او یا ډلې د یادې پيښې مسوولیت ندی منلی.