'د باچا خان اوونۍ پایغونډه کې به یو لاک کسان ګډون وکړي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د باچا خان مرکز انتظاميې د جنورۍ له ۲۰مې نېټې راهيسې د (باچا خان اوونۍ) په نوم د پروګرامونو يوه لړۍ پيل کړې. د باچا خان مرکز منتظم اعجاز يوسفزی وايي، دوی تمه لري چې د ۲۸مې جنورۍ په پروګرام کې، چې په پېښور کې او د اوونۍ د پروګرامونو اخيرنی هغه به وي، شاوخوا يو لاک کسان ګډون وکړي. له نوموړي سره زموږ همکار هارون باچا مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې د باچا خان اوونۍ لمانځلو عمده هدف يې څه دی؟