قبايل د خپلو حقونو لپاره له ډېره اسماعيل خانه تر اسلام اباده لاريون کوي

په اسلام اباد کې د فاټا ځوانانو جلسه (اکتوبر ۲۰۱۷)

د مسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې احتجاجي يون نن [جمعه] پېلېږي چې له بنو، کوهاټ او پېښور له لارو به اسلام اباد ته ځان رسوي. د دې غورځنګ يو مشر منظور مسود وايي چې له ډېره وخته په جنوبي وزيرستان کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

((زموږ په سيمه کې چې کوم ښخ کړل شوي بمونه دي، د هغوی پاکول غواړو. بل هغه خلک چې ورک کړل شوي دي او وژل شوي يا په جېلونو کې پراته دي او عدالت ته نه دې وړاندې کړل شوي، د هغوی لپاره انصاف غواړو. او بل چې زموږ په سيمه کې کومه پېښه وشي نو د امنيتي پوستو د پوځيان چې زموږ سره کومه رويه کوي، د هغې مخنيوی غواړو.))

په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹م کال کې د راه نجات په نامه د وسله والو پر ضد عمليات پېل کړل چې په نتيجه کې يې په زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شولې او د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې يې واړول. د دغو کډوالو د بيا ستنېدو لړۍ په ۲۰۱۵م کال کې پېل شوه خو خپلو کليو او کورنو ته پر تګ سربېره دغه کډوال بيا هم د بېلا بېلو ستونزو په اړه شکايت کوي چې يوه يې هم په ځمکه کې ښخ کړل شوي ماينونه دي. منظور مسود وايي، دا يې تر ټولو لويه ستونزه ده چې ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې ورته اړولي دي.

((مال موېشي [څاروي] خو پرېږده چې په حسابونو پکې مړه شوي او ژوبل شوي دي او دا د قبايلو د امدن لويه ذريعه ده. بلې خوا ته چې انسانان دي نو له دوی سره ۵۶ واقعې شوي دي چې ۷۷ کسان يې ښکار شوي دي. په دغو کې ۱۸ شهيدان شوي دي او نور معذوره دي.))

مسود ژغورنې غورځنګ په داسې حال کې لاريون پېلوي چې ۱۳ ورځې وړاندې په کراچي کې د نقيب الله مسود په نامه د جنوبي وزيرستان يو ځوان د ترهګر په تور د پوليسو لخوا ووژل شو چې تر پلټنو وروسته بې ګناه ثابت شو. له دې پېښې وروسته له ياد غورځنګ سره د قبايلي سيمو يو شمېر نورو سازمانونه هم لاس يو کړ. د فاټا د ځوانانو جرګې يو مشر مثل خان په دې اړه وايي:

((د نقيب الله مسود د وژنې له پېښې وروسته ټول قبايل سره يو ځای شول، او د ټولو قبايلو اواز، د هغو درد، د هغو تکليف او د هغو جدوجهد يو شو. اوس موږ ټول پر يو پلېټ فارم [دريځ] يو او هرې مسلې او هر حق اخيستو لپاره زموږ غږ يو دی.))

قبايلو ته د ورپېښو ستونزو په اړه ځايي چارواکو په وار وار د دوی د ستونزود هواري ژمنتياوې کړي دي خو د قبايلو د لاريون په اړه ونه توانېدو چې د چارواکو نظر راواخلو.