د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان غوښتنه کړې ده چې په کراچۍ کې دې د ماورا عدالت يا محاکمې ته تر وړاندې کولو پرته د وژنو د پلټنو لپاره يوکمېسون جوړ کړل شي.
نوموړي دا غوښتنه د شنبې په ورځ د وژل شوي ځوان نقيب الله مسود د فاتحې پر وخت ناستو کسانو ته د وينا پر مهال وکړه.
نقيب مسود د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې د ايس ايس پي ملېر راو انور په مشری کې د پوليسو يوې ډلې له تحريک طالبان سره د تړاو په تور وژلی وو چې وروسته د سيند حکومت له خوا جوړې شوې پلټنېزې کمېټې نقيب مسود بې ګناه ګرځولی وو.
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې تر احتجاجونو وروسته سپريم کورټ د پېښې نوټس واخیست او د شنبې په ورځ يې په خپله لومړۍ اورېدنه کې پوليسو ته په درې ورځو کې د راوانور د نيولو حکم ورکړ.
عمران خان په خپله وينا کې تور پورې کړ چې راو انور په کراچۍ کې شاوخوا ۴۴۰ کسان وژلي دي نو بايد چيف جسټس په دې اړه يو کمېسون جوړ کړي.
هغه زياته کړه چې د پولیسو يو افسر په وردۍ کې قتل کوي نو بايد دا هم مالومه کړل شي چې تر شا يې څوک دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نقيب مسود تر وژنې وروسته جوړې شوې پښتون اتحاد جرګې هم غوښتنه کړې وه چې په کراچۍ کې دې د ماورا عدالت وژنو د پلټنو لپاره يو عدالتي کميسون جوړ شي.
د سيند ګورنر محمد زبير هم ددې غوښتنې ملاتړ اعلان کړی وو خو د جرګې مشر رحمت خان مسود د يکشنبې ماښام مشال راډيو ته وويل چې د سپريم کورټ چيف جسټس د اورېدنې پرمهال ورته وويل چې ترڅو راو انور نيول شوی نه وي تر هغو پورې عدالتي کمېسون نه شي جوړېدلای.
د نقيب مسود د وژنې پرضد د کراچۍ په سهراب ګوټ کې يو احتجاجي کېمپ هم لګېدلی خو د پکشنبې په ورځ د پښتون اتحاد جرګې په غونډه کې دا فيصله وشوه چې د جنورۍ تر ۳۱مې پورې به کېمپ نه ختموي.
د سپريم کورټ چيف جسټس د اورېدنې پرمهال ورته وويل چې ترڅو راو انور نيول شوی نه وي تر هغو پورې عدالتي کمېسون نه شي جوړېدلای. رحمت خان مسود
رحمت خان مسود زياته کړه چې د کېمپ نه ختمولو فيصله يې ځکه وکړه چې وار له مخه د فاټا د ځوانانو ټولنو او فعالانو د نقيب مسود د وژلو پرضد د اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړی دی.
دده په وينا تر څو لاريون اسلام اباد ته نه وي رسېدلی تر هغو به د سهراب ګوټ احجاجي کېمپ ختم نه کړي.
دا لاريون د شنبې په ورځ کوهاټ ته تر رسېدو وروسته د يکشنبې په ورځ پېښور ته ورسېد او له اعلان سره سم به د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اسلام اباد ته رسېږي.