"په کوټه کې يوه ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې"

د بلوچستان د کوټې سول هسپتال چارواکي وايی چې د يوې ديارلس کلنې نجلۍ مړۍ ور وړل شوی چې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

پوليسو ويلي چې پېښه يې په صدر تاڼه کې ثبت کړې خو په اړه يې لاهم رسمي مقدمه نه ده درج کړې.

د وژل شوې ماشومې ورور کامران د يکشنبې په ورځ د کوټې په سول هسپتال کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې خور يې په کور کې يوازې وه او چې کله له بازاره کور ته ستون شو نو هغه مړه پرته وه.

د يوې نجلۍ مړۍ راوړل شو او د پوليسو سرجن تر معاينه وروسته راته وويل چې هغه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. وسيم بېګ

د سول هسپتال وياند وسيم بېګ د يکشنبې ماخستن مشال راډیو ته وويل چې دوی ته د يوې نجلۍ مړۍ ور وړل شوی دی او د پوليسو سرجن نور محمد بلوڅ تر معاينه وروسته ورته ويلي چې تر جنسي تېري وروسته د نجلۍ مرۍ خپه کړل شوې او وژل شوې ده.

خو په هسپتال کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال د پوليسو يو مشر(ايس ايس پي) جواد احمد له دې ويلو ډډه وکړه چې له ماشومې سره جنسي تېری شوی خو البته وې ويل چې دوی به ډي اين اې د معاينې لپاره لاهور ته استوي.

دا پېښه د کوټې په اسماعيل کلي کې د يکشنبې په ورځ شوې ده.

په پاکستاني رسنيو کې له ماشومانو سره د جنسي تېريو د پېښو رپورټونه خپرېدل له هغه وروسته زيات شوي چې د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې د پنجاب په قصور ښار کې د يوې اوه کلنې ماشومې زېنب امين مړۍ و موندل شو.

د پنجاب په قصور ښار کې اوه کلنه ماشومه زېنب تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه.

پلټنو وښودله چې له ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

پوليسو د عمران علي په نوم يو کس له زېنب سره د جنسي تېري او وژنې په تور نيولی دی.

په مردان کې هم د جنورۍ پر څوارلسمه يوه څلور کلنه ماشومه عاصمه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه.

د پاکستان سپريم کورټ د مردان ددې پېښې نوټس اخيستی دی او د جمعې په ورځ يې د خېبر پښتونخوا پوليسو ته په ۲۴ ساعتونو کې د رپورټ جمع کولو حکم کړی وو.