د فاټا سېکرټرېټ د تعلېم څانګې مشر ويلي چې د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسون د قبايلي سيمو په اوه واړه اېجنسيانو کې د پوهنتون کېمپسونو جوړولو منظوري ورکړې ده.
هاشم خان اپريدي د يکشنبې ماښام مشال راډیو ته وويل چې په لومړي پړاو کې به په باجوړ، شمالي او جنوبي وزيرستان کې کېمپسونه جوړېږي.
دده په خبره وروسته به دا کېمپسونه په يونيورسټيانو بدلوي.
عبدالحي کاکړ په دې اړه له هاشم خان اپريدي سره مرکه کړې او په سر کې د لوړو زده کړو د کمېسون له لورې د کېمپسونو جوړولو د منظورۍ په اړه پوښتنه کړې ده؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.