"دا امکان ډېر کم دی چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړي"

د افغانستان او امریکا حکومتونو ویلي ، وسله والو طالبانو د خبرو اترو نوبت له لاسه ورکړی دی او دوی نور له هغوی سره د سولې خبرې اترې نه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د جنورۍ پر ۲۹مه وویل ، دوی نور نه غواړي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

تر هغه یوه ورځ وروسته د افغانستان ولسمشر ویاند شاه حسېن مرتضوي هم په ډاګه کړه چې وسله والو طالبانو د خبرو نوبت له لاسه ورکړی دی او دوی به نور سوله د جګړې له ډګره ترلاسه کوي.

د واشنګټن او کابل دې اعلان له پاکستان څخه د دوی هغه غوښتنه اوس بې ارزښته کړې ده چې اسلام اباد دې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاظر کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ په ډاګه وویل چې پاکستان د طالبانو مرکز دی او دوی هلته د طالبانو بشپړ لسټ ورکړی دی.

د امیتي چارو کارپوه اسد منیر وايي ، له تورونو څه نه جوړېږي او که افغان حکومت روښتیا هم کره ثبوتونه لري نو پاکستان یې باید په اړه پلټنې وکړي.

اسد منیر وویل ،“ دا یو حقیقت دی چې اوس د دې خبرې امکان ډېر کم دی چې طالبان دې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړي او پاکستان هم په دې پوه دی. نو زما په خیال پاکستان ته په کار ده چې د افغانستان چې هر شک وي هغه لرې کړي او ښې اړیکې ورسره ولري’’.

د امنیتي چارو یو بل کارپوه بریګېډیر سعد محمد خان وايي ، د ده په فکر په افغانستان کې په خپله داسې کړۍ شته چې د جګړې په دوام کې یې ګټي دي.

خو د ده په وینا ، د پاکستان لپاره له کابل او واشنګټن دواړو سره ښې اړیکې ساتل په کاري دي.

نوموړي وویل ، “ له امریکا سره هم خبرې اترې جاري ساتل په کار دي او له افغانستان سره جاري ساتل په کار دي چې په یوه نه یوه طریقه یې قانع کړي او زما په خیال چې که پاکستان لږ غوندې له اشرف غني صاحب سره لاس یوسي نو دا به د پاکستان په ګټه وي”.

که څه هم د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د کابل او اسلام اباد اړیکې ډېرې کړکېچنې وې خو چې اوسني ولسمشر اشرف غني واک تر لاسه کړ نو یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې ښه والی رامنځ ته شو.

خو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د خونړۍ بریدونو دوام د ولسمشر اشرف غني او پاکستانیو واکمنو ترمنځ په اړیکو کې راغلی نژدېکت په واټن او تاوتریخوالي بدل کړی دی.

افغانستان وايي ، پاکستان دې پر خپله خاوره و افغان طالبانو ته ورکړي پټنځایونه له منځه یوسي خو پاکستان وايي ، د دوی پر خاوره د وسله والو پټنځایونه له سره وجود نلري.