چینایان متل کوي چې پہ ډېرو ژبو پوھېدل د پوھنې دروازہ دہ.
خو د بشام بلوڅ لپارہ چینايي ژبه اور د سټېنلي چن لپارہ د اردو ژبې زدہ کړه د پوھې دروازه هم ده د پيسو ګټلو هم.
د پاکستان د ډېرہ غازي خان ښار اوسېدونکی بشام بلوڅ د چینیايي ژبې د الف ب پہ زدہ کولو بوخت دی خو چینايي وګړی سټېنلې چن بیا په روانه اردو کې خبرې کوي.
پاکستان او چین نه یوازې ګاونډیان دي بلکې خپلې دوہ اړخیزہ اړیکې تر ګبینو خوږې، تر ھمالیا غره دنګې او تر سمندر ژورې بولي.
خو د چین پاکستان اقتصادي راھدارۍ تر تړون وروسته د چین مرستیال ولسمشر وانګ یانګ په دې کې یو بل لفظ ور زیات کړی دی چې د ده په خبره تعلقات تر پولادو ھم مضبوط دي.
نه یوازې پوھنتونونه بلکې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د ژبو د زدہ کړو مرکزونه ھم د چینايي ژبي ور زدہ کوي.
چین به په پاکستان کې د ۶۲ اربہ ډالر پانګونه کوي خو د دې کار د سرته رسولو او بیا پر مخ وړلو لپارہ د انسانو، په تېرہ بیا د مسلکي پاکستانیانو او چینايي وګړیو ته اړتیا دہ.
دا وګړي به په ګډو پروژو او کارخانو کې کار کوي.
که د یو بل په ژبه پوه نه شي نو کار به څنګه پر مخ ځي؟
په پاکستان کې د چین سفیر ياو جېنګ د فبرورۍ پر دويمه نېټه بي بي سي ته ویلي ول چې دا وخت ۱۰ زرہ چینایان او ۶۰ زرہ پاکستان د راھدارۍ پر پروژو کار کوي.
نوموړي دا هم ویلي ول چې د راھدارۍ پر ۲۱ پروژو کار روان دی او ۲۰ نورې پہ پلان کې دي.
حکومتونه د دومرہ لویې پروژو د بریا لپارہ مجبورہ دي چې نه یوازې خپل وګړي د یو بل ژبو زدہ کولو ته و ھڅوي بلکې د دې لپارہ امکانات ھم برابر کړي.
شوکت خټک په اسلام اباد کې د چین پاکستان اقتصادي راھدارۍ مطبوعاتي مسوول دی او د دہ پہ خبرہ، دا وخت د پاکستان ۲۸ حکومتي او شخصي پوھنتونونه د چینايي ژبې زدہ کړي ورکوي.
نه یوازې پوھنتونونه بلکې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د ژبو د زدہ کړو مرکزونه ھم د چینايي ژبه ور زدہ کوي.
شوکت خټک وايي، صوبايي حکومتونه ھم داسې پروګرامونه لري چې ځوانان چین ته د ژبې د زدہ کولو لپارہ ولېږدوي.
د پنجاب حکومت وار له مخه ۲۵۰ ځوانان چین ته لېږدولي دي.
د پاکستان د لوړو زدہ کړو کمېشن ھر کال په زرګونه زدہ کوونکي چین ته استوي.
شوکت خټک وايي، تېر کال ۱۸ زرہ پاکستاني زدہ کوونکي د لوړو زدہ کړو لپارہ چین ته لېږدول شوي ول.
د دہ پہ وینا، دغه ځوانان ھم ھلته چینايي ژبه زدہ کوي نو دا به ھم د چین پاکستان راھدارۍ په پروژو کې د ژبې د اړتیا په پورہ کولو کې مرستہ وکړي.
تېر کال ۱۸ زرہ پاکستاني زدہ کوونکي د لوړو زدہ کړو لپارہ چین ته لېږدول شوي ول. شوکت خټک
بشام بلوڅ په اسلام اباد کې چینايي ژبه زدہ کوي او له مشال راډیو سرہ يې په خبرو کې وجه دا وښودله چې په سیمه ییز اقتصادي پرمختګونو کې چینايي ژبه زدہ کول د دہ اړتیا دہ.
د دہ په وينا، چین د نړۍ يو لوی اقتصادي قوت دی او ټوله منطقه یو ډول له چينايي پديدې تېرېږي نو په داسې حال کې چینايي ژبه زدہ کول د ده ضرورت هم دی او مجبوري هم.
دی وايي: ((اقتصادي راھداري د پاکستان له گلگت بلتستان څخه پیلېږي او ګوادر ته رسي نو د یو بلوڅ په حېث چینايي ژبہ زدہ کول زما د بقا لپارہ اړينه دہ.))
چین د نړۍ يو لوی اقتصادي ځواک دی او ټوله سيمه یو ډول له چينايي پديدې تېرېږي نو چینايي ژبه زدہ کول زما ضرورت هم دی او مجبوري هم.بشام بلوڅ
خو یوازې پاکستانیان چینايي ژبه نه زدہ کوي بلکې چینایان ھم له دې اقتصادي پروژو څخه په ښه توګه د استفادې په خاطر اردو او ځېنې يې پکې پښتو او بلوڅي ژبې زدہ کوي.
ما چې کله له چینايي وګړي سټېنلې چن سرہ د مشال راډیو لپارہ ټېلېفوني مرکه کوله نو په اردو ژبه مې خبرې ورسرہ وکړې.
د ھغہ د اردو لهجه او ګرایمر دومرہ ښه وو چې راته احساس شوہ لکه چې ھغہ چینایی نه بلکې اردو ژبی پاکستانی دی.
اردو يې په اسلام اباد کې په درې کلونو کې زدہ کړې دہ او د دہ په وینا، ھدف يې د پاکستان او چین د ورورګلوۍ اړیکي او له اقتصادي امکاناتو استفادہ کول دي۔
ھغہ ځان لہ ھغو چینایانو سرہ پرتله کوي چې په پاکستان کې کار کوي خو په ځايې ژبه او کلتور نه پوھېږي۔
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
سټېنلې چن وايې چې د اردو لہ وجې يې ډېر مشکلات اور خنډونه کم شوي دي۔
یو بل چینايي متل دی:
((که له یو چا سرہ په داسې ژبه خبرې وکړې چې ھغه پرې پوھېږي نو ستا خبرې د ھغہ دماغو ته رسېږي خو که له یو چا سرہ د ھغہ په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا د ھغہ زړہ ته رسېږي.))