پراګ ـ په افغانستان کي د شمالي وزیرستان مېشت کډوال وايي، حکومت ورته په بیا بیا د ستنېدو نېټې اعلان کړې دي خو دا عمل لا هم نه دی پیل شوی.
په خوست کې د وزیرستان یو کډوال مولا جان سید مشال راډیو ته وویل، دوی نه په تورخم او نه د انګور اډې له لارې اوښتای شي. مولاجان سید زیاتوي چې له انتظامیې یې غوښتنه ده چې د ژمنو پر ځای دې عملي اقدامات وکړي.
یو بل کډوال احمد الله وايي، څه د پاسه درې کاله یې وشول چې په افغانستان کې اوسي نو ځکه دې د دوی د ستنېدو لپاره لارې برابرې شي.
دې کډوالو دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د قبایلي سیمو د قدرتي یا طبیعي ناورینونو د انتظام ادارې مرستیال مشر عادل ظهور وايي، د روانې میاشت له شپږمې څخه د افغانستان مېشتو کورنیو د ستنولو بهیر پیلوي.
عادل ظهور د شنبې یا خالي پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دوی خوست مېشته کډوال لومړی د بنو بکه خېلو کیمپ ته بیايي. خو ده وویل، د موسم خرابوالي له کبله لا نشي کولای چې له کیمپ څخه کډوال خپلو کلیو ته ستانه کړي.
ظهور زیاتوي چې په کیمپ کې به کډوالو ته ټولې اسانتیاوې برابروي.
د شمالي وزیرستان زرګونه کډوال د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په سیمه کې د پوځي عملیاتو له کبله خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته ولاړل.