د استاد سراهنګ ژوند او هنر

د ((سندرې جادوګرې) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې د نوميالي افغان هنرمند، استاد سراهنګ د ژوند او هنر په اړه د ننګرهار د يوه ليکوال او پر افغاني موسيقۍ د نظر لرونکي، فضل الرحمان وحدت خبرې اورئ.

استاد سراهنګ د هندي کلاسېکې موسيقۍ د زده کړې لپاره هند ته سفرونه کړي، هلته يې کنسرټونه هم ورکړي او جايزې او انعامونه يې ترلاسه کړي دي.

استاد د افغانستان له ملي راډيو سره د کار ترڅنګ په کابل کې يو شمېر شاګردان هم روزلي دي.

د سراهنګ د ژوند او موسيقۍ په اړه دا خبرې او هغه ويلي څو کلاسېک کمپوزونه په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ