د مشال خان له ټویټره: اوس مې ولې ښکلوئ د قبر کاڼي

مشال خان پر خپله ټویټر پاڼه د پښتو دا شعر لیکلی وو،

ما په دار کړ‎ی چې منصور خلکو ته یاد شي

مودې وشوې څوک په دار نه دي ختلي

خو عجیبه دا ده چې د چارشنبې ورځ د عدالت قاضي د مشال د مرګ په جرم عمران نومي کس په دار د ځړ‎ولو سزا واوروله.

مشال خان د ایوب صابر یو شعر ټویټ کړ‎ی وو،

چې ژوندی ھم تاسو و ویشتم په کاڼو

اوس مې ولې ښکلوی د قبر کاڼي

ھم ھغسې وشول چې بلوه ګرو په وھلو ټکولو ھغه و واژه.

البته په صوابۍ کې د ھغه قبر په مزار بدل شوی دی او خواخوږ‎ي يې د قبر کاڼي او د ھغه فکر مبارزه ښکلوي.

مشال خان له ۲۰۱۲ کاله راھیسې بیا تر ۲۰۱۷ پورې ۸۰۷ ټويټونه کړ‎ي ول.

که ھغه و لوستل شي نو پکې یې سوچ، فکر، مبارزه، شوقونه او خوندونه ټول جوت شي.

د اردو شاعر فیض احمد فیض، غني خان، صابر شاه صابر او ایوب صابر شعرونه شته.

کوم کتابونه لولي پر ھغو خبره کوي، د وتلي ھندي سندغاړ‎ي کې اېل سهگل، د پښتو او ھندي له سندرو د خوند اخېستلو شېبې ھم له ملګريو سره شریکوي.

پر پاڼه يې د توکمپالنې ضد خبرې شته او یو ځای لیکي،

“زه بشر دوست یم”

یو بل ځای وايې،

“بشریت زما شھریت دی”

مشال خان د جبر په چاپېریال کې پر مبارزه او غږ‎ پورته کولو یقین درلود او ښايي فکر کول، پوښتنه راپورته کول او مبارزه کول د ھغه یوازنۍ ګناه وه خو ھغه ته یې د قیمت ورکولو اندازه ھم وه نو ځکه يې ولیکل،

“ږ‎غ بلاخره ستړ‎ی شي خو خاموشي د تل لپاره تازه وي”

پر خپله پاڼه یې د انګرېزۍ یو پوسټ لګولی دی چې پکې پوښتنه شوې ده،

که چیرې نن مړ شوې نو څوک به درباندې خپه شي.؟

مشال خان په ځواب کې لیکلي,

“ ھو زما په مرګ به یو څو کسان خپه شي”

تر مرګ شاوخو څوارلس میاشتې وړ‎اندې یې پر ټویټر پاڼه د فیض احمد فیض د مشهوره شعر دا مصرعه لیکلې وه،

“ موږ‎ له ھغو کسانو یو چې په نیمو تیارو لارو کې و وژل شول”‎