پاکستان به سږکال له پولیو پاک شي

پراګ - د خیبر پښتونخوا د واکسینونو اداره وايي، اثار ښيي چې سږکال به پاکستان د پولیو له رنځه پاک شي.

د دې ادارې مشر ډاکتر اکرم شاه د ګل پر ورځ مشال راډیو ته وویل، کیمپېنونه سم روان دي او د ګوزڼ د ناروغۍ نوې پېښې نه کېږي او یا کمې شوې دي نو ځکه دوی دعوه کولای شي چې سږ کال به دا ناروغي ختمه کړي.

ډاکتر اکرم شاه دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د ګل له ورځې څخه په ټول پاکستان کې د پولیو د ناروغۍ مخنیوي درې ورځنی کیمپېن پیل شو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

ډاکتر شاه وايي، له افغانستانه د خلکو د تګ راتګ له کبله خطر موجود دی نو ځکه دوی له مور و پلاره غوښتنه کوي چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته دې څاڅکي ورکوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال په هغه هېواد کې د ناروغۍ ټولې اته پېښې ثبت شوې دي چې د ۲۰۱۶ز او ۲۰۱۵ز کال پرتله یې سطح ډېره ټیټه شوې ده.

تېر کال په قبایلي سیمو کې د پولیو ناروغۍ یوه پېښه هم نه وه ثبت شوې البته په بلوچستان کې درې او په خیبر پښتونخوا کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو.