"ترهګري او سختدريځي سوهېلي او منځنۍ اسيا دواړه ګواښي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن په یو امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی دی. په دې کنفرانس کې د افغانستان ترڅنګ د امریکا لوړ پوړي قوماندانان او د منځنۍ اسیا چارواکي هم ګډون لري. په کنفرانس کې د سيمې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات او د ترهګرۍ او سختدريځۍ د مخنيوي پر لارو چارو خبرې کېږي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي دکابل پوهنتون له ښوونکي او د سيمه ييزو چارو له شنونکي پروفېسر نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د دې کنفرانس د ارزښت په اړه پوښتنه ورڅخه کړې ده.