عاصمه راني قضیه: پولیسو د ککړ کس شناختي کارډ او پاسپورټ بند کړي

پراګ - د کواټ پولیس وايي، د زده کوونکې عاصمې راني په وژنه د ککړ کس د نیولو هڅې یې تېزې کړې دي.

د پولیسو ویاند فضل نعیم د پنجشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، مجاهد الله اپریدی د جنورۍ پر ۲۷مه د عاصمې تر وژنې وروسته سعودي عرب ته تښتېدلی وو.

نعیم وايي، دوی د اپریدي شناختي کارډ او پاسپورټ بند کړی دی او د نړیوالو پولیسو له لارې یې په ۱۹۲ هېوادونو کې د هغه د نیولو هڅو ته دوام ورکړی.

فضل نعیم وايي، دوی ته داسې معلومه شوې چې نوموړی دا مهال په دوبۍ کې دی.

عاصمه راني په اېبټ اباد کې د میډیکل کالج د درېیم ټولګي زده کوونکې وه. د دې خور صفیې راني د فبرورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې عاصمه د ژمي په چوټیو یا رخصتیو کې کواټ ته تللې وه چې مجاهد الله اپریدي او صادق الله اپریدي د کور مخې ته وویشته.

د کواټ پولیسو د جنورۍ پر ۳۱مه ویلي ول چې د عاصمې د وژنې په تور یې د مجاهد ورور صادق الله اپریدی نیولی.

د پولیسو ویاند فضل نعیم وايي، د پنجشنبې پر ورځ طبي رپورټ هم ورغلی چې ښيي دواړو وروڼو پر عاصمې ډزې کړې وې.

نعیم وايي، فارېنزېک یا د عدلي طب رپورټ ښکاره کړې چې مرمۍ د هم هغو تفنګچو (تمانچو) وې چې دوی د صادق اپریدي په لارښوونه تر لاسه کړې وې.