په سوات کې د امنیتي پوستو خلاف مظاهره شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات په خوازه خېله کې یو شمېر فعالانو پر امنیتي پوستو د ځورونو پر ضد مظاهره کړې. دوی د یکشنبې پر ورځ په مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې نه یوازې دې امنیتي پوستې کمې کړي بلکې خلک دې هم نه ځوروي. د سوات پولیسو مشر واحد محمود مشال راډیو ته وویل، دوی وار له مخه پوستې له ۹۷ څخه ۱۷ ته کمې کړې دي او دی د ځورونې تور ردوي. دا ویډیو د مظاهرې یوه ګډونوال جواد را استولې ده.