عمران خان درېم واده له خپلې روحاني سلاکارې سره وکړ

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، چې د نړيوال کرکټ پخوانی لوبغاړی هم دی، درېم واده وکړ.

ياد ګوند ويلي، له بشری وټو نومې ښځې سره د عمران خان د واده ساده مراسم د اتوار پر ورځ په لاهور ښار کې تر سره شول.

د عمران خان د واده عکسونه، چې نوې مېرمن يې ورسره پر يوه کوچ ناسته ده او مخ يې پټ کړی، د اتوار پر ورځ د تحريک انصاف ګوند پر ټوېټر پاڼه خپاره شول.

د ګوند وياند فواد چودري فرانس پرېس اژانس ته ويلي، عمران خان او مېرمن يې، بشری وټو له يوې مودې راهيسې يو بل پېژندل.

اژانس وايي، د وټو په اړه ويل کېږي چې د عمران خان روحاني سلاکاره ده.

د ليکنې تر مخه، عمران خان له دې امله چې د پاکستان لپاره يې په ۱۹۹۲م کال کې د کرکټ نړیوال کپ وګاټه، د هغه هېواد ميليونونه خلک خوښوي.

هغه د کرکټ لوبغاړي په توګه نړيوال شهرت هم لري.

عمران خان لومړی واده په ۱۹۹۵م کال کې له يوې برتانوۍ ښځې جمايما خان سره وکړ او په ۲۰۰۴ م کال کې طلاق شول. نوموړی له هغې څخه دوه زامن لري.

عمران خان او ریحام خان

عمران خان دوهم واده د ټېليويژني خپرونو له يوې وياندې ريحام خان سره وکړ، چې يوازې لس مياشتې يې دوام وکړ او د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې ختم شو.

ليکنه کاږي، عمران خان په لاهور کې زېږېدلی، د همدې ښار ايچيسن سکول او کالج ته تللی او لوړې زده کړې يې د بریتانيا له اکسفورډ پوهنتونه کړي.

ليکنه زياتوي، د عمران خان تحريک انصاف ګوند پلان لري چې د پاکستان په عامو انتخاباتو کې، چې روان کال کېدونکي دي، نه يوازې برخه واخلي بلکې د قامي اسمبلۍ زياتې چوکۍ ترلاسه او په مرکز کې حکومت جوړ کړي.