جنوبي وزیرستان کې د ماینونو پاکول پیل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جنوبي وزير ستان پولیټکل انتظاميه وايي چې سیمه له ماينونو د پاکولو لپاره پاکستاني پوځ پنځلس ډلې جوړې کړي دي او په هره ډله کې د ماینونو شنډولو پنځه کسان شامل دي. له مشال راډیو سره په خبرو کې د دوشنبې ورځ د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ اشفاق احمد وویل دغو ډلو په سیمه کې خپل کار پېل کړی دی.