امریکا وایي، که طالبان غواړي په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي باید له افغان حکومت سره د خبرو لپاره اړیکه ونیسي او وايي چې له طالبانو سره د سولې خوا افغانستان دی نه امریکا.
امریکا په یوه تازه اقدام که د سولې د خبرو اترو په اړه د طالبانو غوښتنه افغان حکومت ته راجع کړې او ویلي یې دي چې دا ډله باید د افغانستان له حکومت سره سیاسي تفاهم ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سې شنبې په ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې که وسلهوال طالبان سوله غواړي باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې هدر ناوئرت له قوله راپور ورکړی چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره، وسلهوال طالبان باید په افغانستان کې خپلې حملې بندې کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک وایي چې د سولې لپاره بینالافغاني مذاکرات اصلي حل لاره ده.
د ښاغلي خپلواک په خبره وسلهوالو طالبانو باید امریکا ته نه، بلکې افغان ملت ته د سولې په اړه لیک استولی وی.
نوموړي زیاته کړه:
"طالبانو د دې پر ځای چې امریکایانو ته دغه لیک لېږه باید افغان ملت او قومي مشرانو تهیې مخه کړې وی او دغه لیکیې باید سپین ږیرو، ولایتي شوراګانو او سیاسیونو ته استولی وی. که دغه لیکیې افغان حکومت ته نه، بلکې افغان ولس ته استولی وی چې دوی منځګړیتوب وکړي ښه به وی، خو موږ اوس هم اماده یو."
طالبانو څه موده مخکې د متحده ایالاتو له خلکو او د دوی په خبره د امریکا د کانګرس له سوله غوښتونکیو غړیو څخه په یوه لیک کې وغوښتل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې خبرو ته چمتو کړي.
په دې لیک کې چې د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد لهخوا خپور شوی وو له افغان حکومت سره د سولې په اړه اشاره نه وه شوې.
طالبانو په کابل کې له وروستیو خونړیو حملو څخه وروسته کله چې افغان حکومت وویل چې له دې وروسته سوله د جګړې په میدان کې لټوي امریکا ته د سولې په اړه لیک واستوه.