پاکستان کې معیادي تبه په داروګانو هم نه ځي

په برتانیا او پاکستان کې د طبي څېړنو ادارو ویلي، په پاکستان کې د معیادي تبې ناروغي خپره شوې ده چې پکې خاص ستونزه دا ده چې جراثیمو یا مېکروبونو د دود شویو دواګانو پروړاندې مقاومت موندلی دی.

روانه اوونۍ د برتانیې وېلکم سینګر انسټيټیوټ، د انګلستان د عامې روغتیا ادارې او د پاکستان اغا خان پوهنتون په یوه څېړنه کې موندلې چې د معیادي تبې یا ټایفایډ عامې دواګانې د ناروغۍ پر ضد پوره اثر نه ښيي.

څېړنه وايي، په پاکستان کې د سترې تبې ناروغي د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې خپره شوه چې تر اوسه یې د خپرېدو سلسله روانه ده. همدا لامل دی چې په هغه هېواد کې د واکسینونو بیړنۍ پروژه پیل شوې.

معیادي تبه یا ټایفایډ یوه بیکټیریاوي ناروغي ده چې په ډېره تېزۍ خپرېږي. په ځانګړي ډول د دې ناروغۍ جراثیم یا مېکروب په هغه ځای کې خپرېږي چې خواړه یا اوبه پاکې نه وي ساتل شوې. همدا لامل دی چې ډاکتران وايي، د سړک پر غاړې خرڅېدونکي خواړه چې پټ نه وي باید وانخیستل شي او یا هم هر ځای اوبه څښل نه دي په کار.

تبه، د نس یا ګېډې درد، سر درد او قبض یا دستونه یا اسهال د سترې تبې یا ټایفایډ د ناروغۍ علامات دي. که علاج یې ونشي نو مرګونې ثابتېږي.

په رپورټ کې راغلي چې د ټایفایډ د جراثیمو دا اوسنی قسم د ټولو موجوده بیکټیریا ضد دواګانو پر وړاندې مقاومت یا مدافعت ښيي چې دا کار پخوا نه وو لیدل شوی. اوس له ډاکترانو سره د علاج یوازې څو دواګانې پاتې دي.

د تېر کال په پسرلي کې د اغا خان پوهنتون دوو ډاکترانو د برتانیې له څېړنیزې ادارې سره رابطه وکړه او پلټنو وښوده چې دا ځل د ناروغۍ جراثیم یا بیکټیریا د دواګانو په مقابله کې زیاتې پیاوړې دي.

بیکټریا د دواګانو پر ضد د مقاومت یا مدافعت پیدا کولو صلاحیت لري. کله چې بیکټیریا د دوا ضد مقاومت پیدا کړي نو بیا دواساز شرکتونه نوې څېړنې کوي او نورې قوي دواګانې جوړوي.

همدا لامل دی چې ډاکتران تل وايي چې خلک دې په خپل سر انټي بایوټېک یا د بیکټیریا ضد دواګانې نه خوري ځکه چې د هر ډول ناروغۍ لپاره یو خاص ډول دوا او د هغې مقدار کارېږي چې ډاکتران یې د مریض تر معاینې وروسته معلوموي.