شامیو حکومتي الوتکو او توپونو پرون پر پینځمه ورځ هم له دمشق سره نېږدې پر غوطه ښار بمباریو ته دوام ورکړ.
هغه ښار د یاغیانو په کنټرول کې دی او ملګرو ملتونو تېر مازیګر د هوايي بمباریو د درولو غوښتنه کړې. د شام لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر پانوس مومڅېز ویلي، د یکشنبې یا اتوار له ورځې راهیسې د شامي حکومت او د ملګرو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۷۰ کسان وژل شوي دي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه وشوه چې پکې په ټول هېواد کې د اوربند په اړه خبرې وشوې. په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویسېلي نېبېنزیا په غونډه کې د قرارداد پر متن سلا نشو او پکې یې د بدلونونو وړاندیز وکړ.