د مردان ضلعې په ځینو کلیوالو سیمو کې د لیشمېنیا ناروغي خوره شوې چې تر اوسه یې له ۲۰۰ څخه زیات کسان متاثره کړي دي. د یادې ضلعې د صحت څانګې مشر ډاکټر فضل خالق په دوشنبه مشال ریډیو ته وویل د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې په سیمه کې میډیکل کېمپ لګولی دی.
ډاکټر فضل خالق وايي لیشمېنیا ناروغي د ماشو لوجې لګېږي چې زیاتره متاثرین یې ښځې او ماشومان دي. نوموړی زیاتوي په دغه ناروغۍ یې قابو موندلی دی.