ملک محمد خان: د نقیب زوی وینه به کله خرڅه نه کړم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کي د نقیب الله مسود پلار او نورو مسود مشرانو د نقیب الله مسود د وژني کېس پلټلو لپاره پر عدالتي ګامونو ډاډ ښودلی خو د نقیب مسود په وژنه تورن د پولیس چارواکي راو انور عدالت ته په نه حاضرولو یې د کراچۍ پر پولیسو نیوکې کړي دي. د نقیب الله مسود پلار مشال راډیو ته وویل د نقیب په وینه به هیڅکله روغه ونکړي. له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کي د نقیب الله پلار زیاته کړه هغوي عدالت ته حاضریږي نو پکار ده راو انور دی هم عدالت ته حاضر شي او که په خپله صفایۍ کې څه وايي نو عدالت ته دې خپل دریځ وړاندې کړي.