متحده مجلس عمل د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ بیا بحال شو

د پاکستان پنځو مذهبي ګوندونو د نهې په ورځ خپل پخوانی سیاسي اتحاد متحده مجلس عمل د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ بیا بحال کړ. دغه اتحاد په ۲۰۰۲ز کال کې چې هغه مهال پکې شپږ مذهبي ګوندونه شامل ول، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په واک کې هم پاته شوي ول.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د جماعت اسلامي يوه مشر پروفيسر ابراهيم خان د دې اتحاد د بیا بحالۍ په اړه وویل چې لومړي مشر یې مولانا فضل الرحمان او جنرل سېکرېټري لياقت بلوڅ وټاکل شو. نوموړی د اېم اېم اې د تګلارې او کړنلارې په باب زیاته کړه، که څه هم د اتحاد بنیادي اغراض و مقاصد یې پخواني هغه دي خو د وخت او حالاتو مطابق چې کوم سیاسی بدلونونه دا مهال رامنځته شوي دي، هغې ته په کتو به نوی منشور جوړېږي، خو لا تر اوسه په دې کار نه دی پيل شوی.

متحده مجلس عمل داسې اتحاد وو چې په واک کې هم پاتې شوی وو او په دغه هېواد کې یې د شرعي نظام نافذولو لپاره شريعت او حسبه ايني بلونه هم د خيبر پښتونخوا له اسبملۍ منظور کړی وو خو د پاکستان سپريم کورټ د حسبه بل نافدول د يوې پرېکړې له لارې رد کړی وو.

اېم اېم اې چې اوس بیا بحالېږي نو مخکې ولې مات شو او بیا یې د بیرته بحالېدو ضرورت ولې پېښ شو. په قامي اسمبلۍ کې د جمعيت علمای اسلام مولانا فضل الرحمان ګوند غړي مولانا امير زمان له مشال راډيو سره دغه پوښتنې ځوابوي:

''زموږ د ګوند تر ډېره دا هڅه وه چې اېم اېم اې ماته نه شي خو بیا څه داسې قوتونه پیدا شول چې غوښتل یې دا اتحاد مات شي لکه اوس هم په دې اتحاد کې مولانا سميع الحق صيب پکې نه دی شامل شوی، خو د نورو ګوندونو دا خيال دی چې د مذهبي ګوندونو يوځایکېدل د وخت ضرورت دی.''

جمعیت علمای اسلام سمیع الحق ډله وايي، د اېم اېم اې برخه ځکه نه جوړېږي چې دغه نوی اتحاد د واک تر لاسه کولو لپاره جوړ شوی دی.

لکه څنګه چې دغه اتحاد په ۲۰۰۲م کال کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې په واک کې راغلي ول ایا راتلونکو ټاکنو کې به هم دوی انتخابي بریاوې ترلاسه کړي او که نه د دې پوښتنې په ځواب کې د سیاسی چارو پوه زاهد حسین وايي چې په تېره يوه لسیزه کې مذهبي ګوندونو په پاکستان کې خپل محبوبيت له لاسه ورکړی دی.

''په دې اتحاد کې شامل جماعت اسلامي او جمعيت العمای اسلام ف هغه ګوندونه دي چې وار له مخه یې ووټ بنک ورځ په ورځ کمېږي نو دواړو ګوندونو دا سوچ وکړ چې د دوی ګټه په دې کې ده چې يوځای شي، زما په اند دا اتحاد اسلامي نظام نه شي نافذولی، دا صرف انتخابي اتحاد دی.''

بلخوا د پاکستان د اليکشن کميشن مرستیال ډايرېکټر الطاف احمد وايي چې متحده مجلس عمل د یاد کميشن د اتحادي ګوندونو په فهرست کې تر اوسه نه شته او که دوی غواړي چې بیا يوه انتخابي نښه واخلي نو د رجسټريشن لپاره به نوی درخواستورکوي.