مفتي ابراهیم: د جهاد اعلان یوازې ریاست کولای شي

په افغانستان کې د داعش مشکوک وسله وال

د مصر د الاظهر پوهنتون مفتي اعظم ډاکټر شوکي ابراهیم ویلي چې د جهاد اعلانولو او پر یو چا د کفر فتوای ورکولو واک یوازې له ریاست او عدالت سره دی.

ډاکټر شوقي ابراهیم دا خبره د چارشنبې په ورځ د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د خپرې کړې بیانیې د ستایلو او ملاتړ پرمهال کړې ده.

نوموړي د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل له خوا جوړ شوي پېغام پاکستان کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې د داعش غوندې ډلې د اسلام له اصل پېغام څخه بې لاري شوي دي.

په دې کنفرانس کې پر دې بحث شوی چې څنګه د ټولنیزو رسنیو له لارې د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد بیانیې خپرولو لپاره عملي کار کېدای شي.

دیني عالمان: ځانوژونکي بريدونه ناروا دي

د مذهبي چارو پوه مفتي ذاکرالله ذاکري وايي، د مصر د مفتي اعظم خبره بلکل د قران او حدیث عین مطابق ده.

مفتي ذاکرالله ذاکري وویل، “که شخصي ډلې او یا افراد د جهاد اعلان وکړي نو دا په سرکښۍ کې راځي او د دې په شریعت کې هیڅ حثیت نه شته.”

که څه هم د پاکستان او افغانستان یو شمېر دیني عالمانو د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد بیانیې لپاره خپلمنځي سفرونه او سلا مشور کړې دي خو بیا هم د دواړو غاړو علما په مجموعي توګه په یوه خوله نه دي.

مفتي ذاکرالله ذاکري د دې خبرې د لامل په اړه وویل چې “ په پاکستان کې دیني علماء د حکومت په لاس کې دي او هغه خبره کوي چې د ملک ملي ګټې پکې خوندي وي او په افغانستان کې بیا داسې اداره نه شته چې هغه علما د وخت د ارزښت او د وخت مسایلو په اهمیت پوه کړي.”

د پاکستان او افغانستان یوشمېر دیني عالمان په افغانستان، کشمیر او ځینې نورو هېوادونو او سیمې کې د مذهب پر اساس روانې جګړې روا بولي خو ځینې یې بیا ردوي او وايي چې دا وسله والې ډلې پر داسې لاره روانې دي چې په اسلام کې یې اجازت نه شته.