اسحاق خان وايي اختر ته دوه نوې سندرې تیاروي

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د مشال راډیو همکار او سندرغاړی اسحاق خان مېلمه وو. نوموړي په ۲۰۰۵ز کال کې خپله لومړۍ ویډیويي سندره خپره کړې وه خو له تېرو شاوخوا نهو کلونو راهیسې په چېک جمهوریت کې اوسي.

اسحاق خان وايي، پر دوو نویو سندرو کار کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په کوچني اختر کې به یې خپرې کړي.

د نوموړي خبرې او سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسحاق خان خبرې او سندرې