پراګ ـ په داسې حال کې چې په پاکستان کې د حکومت، سترې محکمې او پوځ ترمنځ د ټکر له کبله یو سیاسي بحران رامنځ ته شوی، د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ویلي عدالت او پوځ ملکي حکومت نشي لرې کولی.
د خالي په ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا په وخت نوموړي زیاته کړه چې حکومت به د خپل واک موده پوره کوي او د جولای په عامو انتخاباتو کې به اولس په خپله خوښه نوی حکومت غوره کوي.
خو دلته پوښتنه داده چې که د حکومت هلې ځلې سمې روانې دي او د حکومت د لرې کولو داسې څه امکان نشته نو وزیراعظم ولې دا خبره وکړه؟ په دغه اړه د سیاسي چارو شنونکې افراسیاب خټک وايي په هیواد کې سیاسي اړې ګړې له کال دوه زره څوارلسم راهیسې روان دي. نوموړی وايي تر نواز شریف وړاندې د پیپلز پارټۍ پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني هم په عدالتي حکم له کاره لرې کړل شوی و او بیا له هغې وروسته د هغوی د بل وزیراعظم راجه پروېز اشرف خلاف هم مقدمه روانه وه چې د هغه د کار موده ختمه شوه.
د قانوني چارو پوه او د هايي کورټ پخوانې جج شیر محمد خان وايي، په تېرو وختونو کې عدالتونو په سیاست کې مداخلت کړی دی او د پوځي واکمنو پریکړې يي قانوني ګرځولي دي. خو باید اوس داسې ونه شي او عدالتونه په خپله ایني دایره کې دننه کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د سپریم کورټ د چیف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ یو درې کسیزه عدالتي بینچ د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د مسلم لیګ ن مشر نوازشریف د خپل ګوند د مشرۍ لپاره هم نااهله ګرځولی وو. خو وزیراعظم عباسي د خالي په ورځ غونډې ته په وینا کې ویلي چې هیڅوک هم د نوازشریف سیاسي کردار نه شي ختمولی.