پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نیول شویو ملګرو خوشې کېدل غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ په دوشنبه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي. دا احتجاجونه د غورځنګ د غړیو او مخکښانو پرضد د پرچو درجولو او د هغوی د نیولو ضد دي. په سوات او پېښور کې د غورځنګ غړیو او مشرانو په لاریون کې پر حکومت غږ وکړ چې د دوی اییني غوښتنې دې ومني. دوی د کابل پر پرلت د برید غندنه هم وکړه. ویډیو وګورئ.