نواز شریف: پخوا به نه وم خو اوس پوره نظریاتي یم

نواز شریف

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي چې که په تېرو اویا کالو کې په پاکستان کې د ولس رایې ته درناوی شوی وای نو اوس به پاکستان د نړۍ په لسو مهمو هیوادونو کې شمارل کېدای.

نواز شریف دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ په پنجاب هاوس اسلام اباد کې د خپل ګوند غړو ته په وینا کې کړې دي.

ده ویلي چې که په پاکستان کې د ولس د رایې احترام ونه شي او د پاکستان ملکي ادارې په خپل آییني چوکاټ کې فعالت ونه کړي نو دا به ملک له لا ډېرې ګډوډۍ سره مخامخ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه طلعت مسعود وايي ، نواز شریف په اصل کې دې ته اشاره کړې چې د ده په فکر په روانو مقدمو کې نه انصاف شوی او نه یې دی تمه لري.

طلعت مسعود وویل، “دی دا ویل غواړي چې په عدالت کې د ده پرضد روانې مقدمې او ده ته ورکړل شوې سزا پر انصاف نده ولاړه او دی دا ویل غواړي چې بالادستي باید د عدالت نه بلکې د سیاست او سیاست وال وي. خو دا به وخت ثابتوي چې له ده سره انصاف شوی وو که نه.”

که څه هم نواز شریف په خپلو خبرو کې د کومې ادارې نوم نه دی اخیستی خو طلعت مسعود وايي ، نوموړی پوځ او عدلیه دواړه یادي هغه ځکه چې د ده په فکر دې دواړو ادارو له ده سره زیاتی کړی دی.

د سیاسي چارو بل کارپوه او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک وايي ، نواز شریف اوس په ملک کې حقیقي جمهوریت ته ډېر جدي شوی دی.

افراسیاب خټک وویل، “دا خبرې دی له زړه ځکه کوي چې دی د خپلې اوږدې سیاسي تجربې په رڼا کې په ځینې خبرو پوی شوی دی. ده چې کله سیاست پیل کړی وو په هغه وخت کې بیل حالات وو. په هغه وخت کې چې اسټبلشمنټ د ذوالفقار علي بوټو پرضد څه کول په هغه کې دی وسره ملګری وو. خو اوس په دې پوه شوی دی چې اسټبلسمنټ د ولس په رایو ټاکل شوی یو حکومت هم کار کولو ته نه پرېږدي.”

که څه هم د ملک یو شمېر سیاسي ګوندونه او د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان پوځ په سیاسي چارو کې په دوامداره لاسوهنه تورنوي خو هغوی دا خبره ردوي او وايي چې دوي په ملک کې جمهوري نظام غواړي او ملاتړ یې کوي.

نواز شریف دا هم ویلي چې دی پخوا ښايي نظریاتي نه وو او اوس سل فیصده نظریاتي دی او د ده په وینا ، چې څوک نظریاتي نشي نو له هغوی سره د ولس د رایې د احترام ساتنې خبره نه ښايي.

دا چې له نظریاتي کېدو څخه د نواز شریف څه مطلب دی ، طلعت مسعود په دې اړه وايي، “پخوا داسې وه چې ده به د اصول پر ځای خپلو ګټو ته کتل او د اصولو به یې خیال نه ساتی خو اوس دا وايي چې نور به اصول تر ګټو نه قربانوي بلکې پر اصولو ولاړ سیاست به کوي.”

افراسیاب خټک وايي ، له نظریې څخه د نواز شریف هدف ښايي دا وي چې په ملک کې به د جمهوري نظام او د ولس د رایو دفاع کوي.

نوموړي وویل، “ده ولیدل چې د ولس په رایو خلک منتخب شي خو بیا یې اسټپلشمنټ نه مني. او له بده مرغه عدلیه هم څو څو ځله استعمال شوې ده او اوس هم استعمالېږي. نو د نواز شریف د خبرې مطلب دا دی چې د حکومت ټاکل د عدلیې او پوځ نه بلکې د ولس کار دی او حکومت به اسټبلشمنټ او عدلیې ته نه بلکې عوام ته جوابده وي”.

د پاکستان سپریم کورټ نواز شریف د ۲۰۱۷م کال د جولايي پر ۲۸مه نه یوازې د درغلیو په تور کې د وزیراعظمۍ لپاره نااهله کړ بلکې له هغه راهسې یې پرضد د پاکستان په احتساب عدالت کې هم مقدمې روانې دي.