یوه نوې څېړنه ښيې چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په پاکستان کې د انټي-بايوټيکپه استعمال کې ۶۵ فيصده زياتوالی راغلی دی.
د نېشنل اکاډمي اف ساينسز له خوا شوېدا څېړنه په ۷۶ هېوادونو کې د دوايانو د خرڅلاو د شمېرو پر اساس شوې ده.
په دې کې ويل شوي چې د ۲۰۰۰م او ۲۰۰۱۵ م کال په موده کې په ټوله نړۍ کې د انټي-بايوټيک استعمال ۶۵ فیصده زيات شوی دی.
څېړنه زياتوي چې په ۷۶ هېوادونو کې په ۲۰۰۰ م کال کې د ورځې په حساب د انټي- بايوټیک ۲۱.۱ اربه خوراک اخېستل کېدل خو په ۲۰۱۵ کال کې دغه ورځنۍ خوراک ۳۴.۸ ته ورسېد.
په څېړنه کې امريکا، اټاليا او فرانس د نړۍ هغه درې هېوادونه ياد شوي چې پکې په تېرو ۱۶ کلونو کې د انټي -بايوټیکاستعمال لږ څه زياتوالی راغلی خو ددې په مقابله کې په اسيايې هېوادونو کې ډېر زيات شوی دی.
په تېرو ۱۶ کلونو کې په هند کې د انټي- بايوټیک کارول دوه چنده شوې، په چين کې ۷۹ او په پاکستان کې ۶۵ فيصده زيات شوی دی.
په پېښور کې مېشت پروفيسر ډاکټر ګوهر مشال راډیو ته وويل چې په پاکستان کې د انټي -بايوټیک په اسعتمال کې د زياتولی درې مهمې وجې دي.
لومړی دا چې ډاکټر، کمپاوډر او نرسه يانې هر څوک ناروغه ته د انټي -بايوټیکنسخه ليکي.
دوهمه وجه يې دا ده چې خپله ناروغان يې له خپلې مخې خوري او درېمه وجه يې د دوايانو د کمپنيانو له خوا ډاکټرانو ته مراعات دي چې هغوی ناروغانو ته د انټي -بايوټیک په ورکولو مجبوري.
د انټي -بايوټیک د استمعال په اړه د دې څېړنې مشري د جونز هوپکنز يونيورسیټي اف بالټيمور او په واشنګټن کې د سنټر فار ډيزيز ډاينامکس، اکانومکس او پاليسي نومې ادارو ساينسپوهانو کړې ده.
دوی وايي، بايد هېوادونه پر متبادل علاج، پاکي نظام او واکسين ورکولو کې زياته سرمايه و لګوي.
د نېشنل اکاډمي اف ساينسز په مجله کې د دوشنبې په ورځ خپرې شوې د دې څېړنې ليکوالان وايي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د انټي -بايوټیک استعمال په زياتېدو دی او انټي -بايوټیکچې وار له مخه د جراثيمو له مزاحمت سره مخامخ دی نو ښايي دا مزsاحمت نور هم زيات شي.