منظور پښتین: د هدف ترلاسه کولو پورې به مبارزه روانه وي

منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي د دوي ټولې غوښتني نه دي منل شوې او اوس هم له عدالت لرې - ماورایې عدالت -وژنې روانې دي.

منظور پښتین وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د خپلو موخو ترلاسه کولو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې له مشال راډیو سره په مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د پيښور جلسي لپاره تيارۍ روانې دي او خلک پخپله له دوي سره رابطې کوي.

له منظور پښتين سره مرکه د مشال راډیو خبریال ګل ايازکړې ده او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د چارشنبې په ورځ ويلي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين زياتره غوښتنې پوره شوې دي. ایا رښتیا هم داسې ده؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه د منظور پښتين په ځوابونه دلته واورئ