د پاکستان انسټي ټیوټ اف پالیسي ساینسز په نوم څیړنیزې ادارې ویلي چې د روان ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې په پاکستان کې په ۲۵ بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان شوي دي.
پرون [جمعه] د څیړنیزې ادارې له خوا په خپور شوي یو تازه راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت تر ټولو زيات ترهګر بریدونه په بلوچستان صوبه کې شوي دي. په دغه صوبه کې په ۱۳ بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي او نور یو شمیر ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په ټول هیواد کې په وژل شويو کې ۱۹ عادي وګړي ، ۱۴ پولیس، دوه د ملېشې سرتیري او دوه وسله وال شامل دي.