حکومت وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې غوښتنې منل شوې دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ

پاکستاني چارواکي وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنې مطابق په کراچۍ کې د وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود په وژنې تورن، د ملېر پوليسو پخوانی ايس ايس پي نيول شوی او غېب کړل شوي کسان يو يو کورونه ته راستنيږي.

د پاکستان سيفران يا د سرحدي سيمو د چارو وزير مملکت، غالب خان د اپرېل په نهمه امريکا غږ ډېوه ريډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې ویلی شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره شوې اکثره ژمنې عملي شوې دي.

تحريک په تشو وعدو نه ختمېږي.

نوموړي زياته کړه: ((راو انوار په عدالت کې د مقدمې سره مخ دی. غېب کړل شوو کسانو کې ډېر راخوشې شوي دي. د ماينونو پاکولو کار روان دی. خو زه وايم چې ملک د يو ډېر سخت حالت څخه تېريږي نو ځکه بايد مسلې په خپلو کې په کښېناستو او خبرو اترو حلول پکار دي.))

پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې د اپرېل په اتمه يوه لويه جلسه وکړه. مشرانو يې وويل چې د دوی غوښتنې په بشپړ ډول نه دې منل شوې. راو انوار ته د سزا ورکولو ترڅنګ، دوی قبايلي سيمې له ماينونو پاکول او د پوځي چيک پوسټونو کمېدل غواړي. په دې اړه د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور څو ورځې مخکې خبريالانو ته وويل چې چيک پوسټونه د خلکو امنيت لپاره دي.

ثنا اعجاز پر خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ خبرتياوې ويشي

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې مخکښې ثنا اعجاز تېره ورځ مشال راډيو ته وويل چې حکومت واړه کارونه کړي خو د دوی غوښتنې يې په پوره توګه نه دې منلې. ((د يو کس دوو په راخوشي کولو مسله نه حلېږي. راو انوار ته لا هم سزا نه ده ورکړل شوې. چيک پوسټونه نه ختموي. که يې نه ختموئ نو خلکو سره خو مو سلوک ښه کړئ. دا زموږ مبارزه يو تحريک دی. موږ به خپل حق تر هغې غواړو تر څو يې راکړی نه وي.))

پښتون ژغورنې غورځنګ د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې خپل پرلت د حکومتي وعدو وروسته د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه. خو په وېنا یې چارواکو ژمنې عملي نه کړي نو ځکه يې د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې تر مظاهرو وروسته په پېښور کې لويه جسله وکړه. اوس يې اعلان کړی چې د اپرېل په نهه ويشتمه به په سوات کې راټولېږي.