د پخواني روسي جاسوس لور له روغتونه فارغه شوه

د پخواني روسي جاسوس سرګې سکریپال لور یولیا تر ښه کېدو پس په دوشنبه د سالیسبري له روغتونه رخصت کړل شوې ده.

بي بي سي ویلي چې د اپرېل په نهمه نېټه ۳۳ کلنه یولیا یوه خوندي ځای ته لېږدول شوې ده.

یولیا له خپل پلار سرګې سکریپال سره یوځای د مارچ په څلورمه د برتانیا په سالیسبري سیمه کې پر یوه بېنج په بې سد حالت کې وموندل شول چې وروسته له طبي څېړنو پس جوته شوې وه چې د اعصابو شنډولو زهرجن توکي ورکړل شوي ول.

ډاکترانو ویلي چې سرګې سکریپال هم په ښه کېدو دی او نور له خطرې وتلی دی.

سرګې سکریپال

بریتانیا پر روسیې تور لګوي چې د پخواني روسي جاسوس د وژلو هڅه یې په نویچوک نومي کېمیاوي توکیو کړې چې په پخواني شوروي کې تولیدېدل.

خو روسیه د سرګې سکریپال او د هغه لور ته د زهرجنو کیماوي توکیو ورکول ردوي.

پخواني روسي جاسوس او د هغه لور د مسمومولو پېښې د لوېدیځو هېوادونو او روسیې ترمنځ لوی سفارتي کړکېچ رامنځ ته کړ. له برتانیا سره په پیوستون کې ۲۰ هېوادونو روسي ډپلوماټان وشړل او په بدل کې روسیې هم لوېدیځوال سفارتکاران له خپله هېواده وشړل.

سکریپال کورناستی پوځي استخباراتي چارواکی دی چې په اروپا کې یې د ګمارلیو روسیو جاسوسانو پېژندګلو د برتانیا جاسوسي ادارې اېم ای ۶ ته ور په ګوته کوله.

روسیې هغه ته په ۲۰۰۶ کې د ۱۳ کلونو سزا اورولې وه خو په ۲۰۱۰ کې د اېف بي ای له لوري د ۱۰ نیولیو روسیو جاسوسانو د پرېښودو په بدل کې خوښې کړل شو.