د امريکا ولسمشر د شام له لورې په دوما سيمه کې پر ولسي وګړيو باندې د مشکوکه کيمياوي بريد په تړاو د دمشق پرضد د پوځی اقدام دړکه ورکړې ده.
خو روس بيا خبردارۍ ورکړی چې دغسې يو ګام به خطرناکې نتيجې ولري.
له رپورټونو سره سم د شام پوځ له دمشق سره نږدې د ياغيانو تر کنټرول لاندې دوما سيمه کې د اپريل پر اوومه نېټه د کيمياوي وسله بريد وکړ چې پکې ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي وو.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپريل پر نهمه د پوځي سلاکارانو غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د شام له لورې د کيمیاوي بريد په تړاو به دوی يوه فیصله کوي.
نوموړي وويل چې امريکا به د داسې ظلمونو مخنيوي کوي.
''موږ به پرېنږدو چې دغسې ظلمونه وشي. تاسو وليدل چې دا ډېر وحشتناکه دي. موږ به پرېنږدو چې دغسې وشي په تېره بيا چې موږ يې د مخنيوي صلاحيت هم لرو دا ځکه چې امريکا طاقتوره ده، زموږ هېواد طاقتور دی. موږ صلاحيت لرو چې مخه يې ونيسو.''
ولسمشر ټرمپ تردې وړاندې ويلي ول چې د اپريل پر اوومه نېټه د دمشق په اطرافو کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمه کې پر ولسي وګړيو باندې د کيمياوي بريد ذمه واري پر ايران او روس هم راځي.
د ولسمشر ټرمپ ددې خبرې په غبرګون کې د اپريل پر نهمه په ملګرو ملتونو کې د روس استاذي واسيلي نېبنزيا خبرداری ورکړ چې روس به اجازه ورنکړي چې په شام کې موجود پوځيان يې له خطر سره مخامخ شي.
هغه د کيمياوي وسلو د بريد ادعا رد کړه.
''په کوم ځای کې چې د کيمياوي بريد ادعا کېږي هلته زموږ رېډيولوجي، باييولوجي او کيمياوي پوځي ټولګۍ موجود وو او تصديق يې وکړ چې هلته هېڅ ډول کيمياوي مواد، مړي او په هسپتال کې بستر داسې کسان و نه موندل شو چې په وجود کې زهرجنې مادې وي. په ډوما کې ډاکټران هم له دې انکاري دي چې ګواکې داسې کسان هسپتال ته ورغلي دي چې ادعاکوي چې پر دوی کيمياوي حمله شوې ده.''
خو د اپريل په نهمه په ملګرو ملتونو کې د امريکا استاذې نېکې هېلې د امنيت شوری په غونډه کې د شام پرضد د ګډ اقدام غږ وکړ البته ټينګار يې وکړ چې که ملګرو ملتونو خپل غبرګون ورنکړ نو امريکا به په يوازې سر داګام اخلي.
د شام په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استاذي سټيفن دي مستورا خبرداری ورکړ چې د شام شخړه له ملي او سميځې شخړې څخه اوس دده په وينا و نړيوال امنيت ته په ګواښ بدله شوې ده.
روس او ايران د تېرو اوو کلونو په جګړه کې د شامي ولسمشر بشارالاسد مهم سفارتي او پوځي ملاتړي دي.
په دې جګړه کې په سلګونو زره کسان وژل شوي او په مليونونو بې کوره شوي دي