سپريم کورټ په پنجاب کې د اته کلنې ماشومې د مړينې پلټنو امر کړی

په لاهور کې زده کوونکي پر ماشومانو د جنسي تېري پر ضد مظاهره کوي

پراګ - د پاکستان چيف جسټس د پنجاب صوبې په چيچه وطني سيمه کې د يوې اته کلنې ماشومې د سوځېدو او مړينې د پېښې سوموټو نوټس اخيستی دی. لومړنيو راپورونو ښودلې وه چې ماشومه له جنسي تېري وروسته سوځول شوې وه خو پوليس دا مهال يوازې د سوځېدو خبره کوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې په پاکستان په ځانګړې توګه په پنجاب کې پر ماشومونو له جنسي تېري وروسته د هغوی د وژنې پېښې زياتې شوي دي.

د پاکستان سپريم کورټ لخوا نن [پنجشنبه] خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې چيف جسټس ثاقب نثار د پنجاب پوليسو له مشر عارف نواز څخه غوښتنه کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې د دې اته کلنې ماشومې د مړينې د پېښې تحقيقاتي راپور عدالت ته وړاندې کړي.

چيف جسټس له پنجاب پوليسو په ۲۴ ساعتونو کې د پېښې تحقيقاتي راپور غوښتی دی

د ماشومې کورنۍ وايي چې هغه د يکشنبې په ورځ له کوره دباندې د خوږو اخيستلو لپاره دکان ته ولاړه او ډېر ساعت وروسته هم ستنه نه شوه. وروسته چې کورنۍ او ګاونډيانو لټون پسې وکړ نو هغه يې په يوه کوڅه کې په سوځېدلې او بېهوشه حالت کې وموندله. روغتون ته له رسولو وروسته دې ماشومې د دوشنبې په ورځ ناوخته ساه ورکړه.

د ماشومې مړينې په سيمه کې د ولس غصه راوپارول او د سېشنبې په ورځ د هغې د جنازې په ورځ په چيچه وطني کاربنديز و او خلکو احتجاجي مظاهره وکړه.

په خېبر پښتونخوا کې د حقونو فعال ارشد محمود مشال راډيو ته وويل چې پر دا ډول پېښو چيف جسټس او وزيراعلا وړاندې هم اقدامات کړي خو اړينه خبره دا ده چې پر ماشومونو د جنسي تېري د مخنيوي لپاره لارې چارې په کار راوستل شي. د نوموړي په وينا ماشومانو ته بايد د ځورونې په مقابل کې جنسي پوهه او د ژغورنې لارې چارې وښودل شي. هغه په دې لړ کې د مور و پلار، ښوونکو او ټولنې اګهي او رول مهم ګڼي.

''زموږ په ملک کې داسې څه نظام نشته چې د جنسي تېري د اغېزمن ماشوم د بيارغونې لپاره څه کار وکړي. اصل کې د ماشومانو د تحفظ پر نظام د کار کولو ضرورت دی.''

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان ((ساحل)) د کلني راپور له مخې په دې هېواد کې په ۲۰۱۷م کې د ماشومانو د ځورونې ۳۴۴۵ پېښې رپورټ شوي دي. د راپور له مخې په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۰ ماشومان د ځورونې ښکار کېږي چې ۶۰ سلنه يې ماشومانې نجونې او ۴۰ سلنه يې ماشومان هلکان دي. د راپور له مخې په تېر يوه کال کې ۱۰۹ ماشومان له جنسي تېري وروسته وژل شوي هم دي.

پاکستان کې په ۲۰۱۷م کال کې ۱۰۹ ماشومان له جنسي تېري وروسته وژل شوي دي

که څه هم په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعالان ګڼي چې پر ماشومانو د ځورونې پېښې تر دې څو چنده زياتې دي خو ځورول شوي ماشومان يا د هغوی کورنۍ يې حال نه وايي. ځينې فعالان په دې اند هم دي چې په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره قوانين شته خو عمل نه ورباندې کېږي.