سېنېټ فاټا ته د عدالت غځولو مسوده منظوره کړله

د پاکستان سېنېټ قبایلي سیمو ته د سپریم کورټ او پېښور های کورټ د واک غځولو قانوني مسوده منظوره کړله.

دوو لویو سیاسي ګوندونو جمعیت علماء اسلام او پښتونخوا ملي پارټۍ د دغه قانوني مسودې د منظورولو مخالفت وکړ او د سېنېټ له غونډې ووتل.

د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډې کې فاټا ته د ستر عدالت او د پېښور لوی عدالت د واک غځولو قانوني مسوده د قانون وزیر محمود بشیر ویرک وړاندې کړې ده.

د دغه مسودې په وړاندې کولو جمعیت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سخت بد ومنل او د احتجاج په ډول د سېنېټ له غونډې ووتل خو پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف د دغو دواړو ګوندونو په غیرموجودګۍ کې قانوني مسوده منظور کړله.

تر دې وړاندې فاټا ته د سپریم کورټ او پېښور های کورټ د لمنې غځولو قانوني مسوده د روان کال د جنورۍ میاشت کې د قامي اسمبلۍ څخه هم منظور کړل شوې وه.

د دغه قانوني مسودې له سېنېټه تر منظورېدو وروسته د پاکستان سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي چې اوس به د قبایلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو عمل هم زر پیل شي.

هغه سینیټ ته ویلي چې د قانوني مسودې منظوریدو وروسته به اوس فاټا کې د ایف سي د ځواکونو فعالیت هم چېلنج کیدلی شي.

په سېینټ کې د قبایلي غړیو پارلېماني مشر سنېټير اورنګزېب ویلي چې اوس به په این ایف سي ایوارډ کې قبایلي سیمو ته هم خپله برخه ورکول کېږي.

د جمعیت علماء اسلام سېنیټر مولانا عطاء الرحمان خبریالانو ته ویلي چې فاټا کې د اصلاحاتو قانوني مسوده د ولس د هیلو برعکس ده او د دې په منظورولو پارلېمان خپل برم بایلي.

خو له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان له ډیوه سره په خبرو کې ویلي چې له سېنېټه فاټا ته د عدالتي واک غځولو قانوني مسودې له منظورېدو سره د فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډېدو ته لار هواره شوې ده.

راپور فاروق فراق