"که په اتلسم ترميم کې د بدلون هڅه وشوه، پر ضد به یې غږ پورته کوو"

اسفندیارولي خان

پراګ ـ د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان ويلي چې که په اتلسم ترميم کې د بدلون هڅه وشوه نو پر ضد به یې غږ پورته کړي. نوموړي دا خبره د يکشنبې پر ورځ په بونير کې يوې ولسي غونډې ته وکړه.

اسفنديار ولي خان په خپله وينا کې د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند تحريک انصاف پر حکومتي کارکردګۍ او د هغې پارټۍ پر مشر عمران خان نېوکې وکړې. اسفندیار ولي خان د پوځ د مشر جنرال قمرجاوید باجوه او د ځینو خبریالانو ترمنځ په شخصي لیدنه کې پر اتلسم ترمیم شویو خبرو باندې هم څرګندونې وکړې. نوموړي زیاته کړه، که هر چا د اتلسم ترمیم د بدلولو هڅې وکړه نو ګوند به يې احتجاج کوي. د نوموړي د دې غوښتنې نه پس چې که هغه د اتلسم ترمیم د ختمولو خلاف خپل غږ پورته کړي نو ایا هغوی به یې ملاتړ وکړي؟ خلکو په يوه اواز د ملاتړ چغه وکړه.

له جنرال باجوه سره په شخصي غونډه کې ناستو خبريالانو وروسته په مختلفو ورځپاڼو کې ليکنې وکړې چې بکې ادعا شوې وه چې جنرال باجوه ورته وويل چې اتلسم ترمېم خنډونه پېدا کوي.

ددې خبرو تر خپرېدو وروسته په پاکستان کې ډېر تود بحث پيل شو خو د مارچ پر ۲۸مه د پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر مېجر جنرال اصف غفور د خبرې غونډې پر مهال وويل چې جنرال باجوه په ناستې کې له سره د اتلسم ترميم ذکر نه دی کړی.

اتلسم ترميم په ۲۰۱۰ کال کې ټولو ګوندنو په متفقه توګه له پارلېمانه منظور کړی وو چې پکې يې د مرکز اختيارات کم او د صوبو هغه يې زيات کړي وو.

څه وخت چې اسفنديار ولي خان په بونير کې جلسه کوله نو هم هغه مهال د مسلم ليګ ن يو مشر او د پاکستان د ريلوې وزير سعد رفيق بيا په لاهور ښار کې يوې غونډې ته وينا کوله. نوموړي پاکستان سپريم کورټ او نورو ادارو ته په اشاره سره وويل چې دوی نه غواړي له چا سره جګړه وکړي.

((موږ جګړه کول نه غواړو. داسې نه ده چې زموږ جګړه زده نه ده بلکې جګړه څه نتيجه نه ورکوي. موږ نه لوړ را اخلو او نه پرې څوک وهو. نه هم چا ته ښکنځل کوو، خو خپله خبره به کوو. په خپل انداز کې به يې کوو او په مستقل مزاجۍ سره به دا خبره کوو چې په دې هېواد کې د ووټ د فيصلې تقدس به منل کېږي. که داسې وشي نو بيا به هېواد ترقي کوي. ملک به خامخا د قانون او ايين مطابق چلول کېږي. که څوک ښه کار وکړي بايد ستاينه وشي او که څوک غلط کار وکړي پکار دی احتساب يې وشي.))

سپريم کورټ پروسږ کال د جولای په مياشت کې د پاناما اسنادو په مقدمه کې د مسلم ليګ مشر نواز شريف نا اهله ګرځولی وو او څو ورځې وړاندې يې هغه د ټول عمر لپاره نا اهله کړ.

نواز شريف او ګوند يې د سپريم کورټ پر فيصلې پرله پسې نيوکې کوي خو تحريک انصاف او د اپوزېشن ځينې نور ګوندونه بيا د عدالتي پرېکړې ستاينه کوي.