دا اوونۍ په مشال مرکه کې د پېژندل شوي خبریال اقبال خټک سره غږېدلي یو. نوموړی په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره د کار کونکې یوې ادارې «فریډم نیټ ورک» مشري په غاړه لري.
له اقبال خټک سره مو په پاکستان کې د رسنیو او رسنوالو پر ستونزو، محدودیتونو او بندیزونو خبرې کړې دي.
په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر ځینو تلویزونونو بندیزونه لګول شوي، د وتلیو خبریالانو د کالمونو د خپرېدا مخه نیول شوې او یو شمېر خبریالان ځورول شوي دي. له اقبال خټک څخه مو په دې وضعیت معلومات غوښتي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.