د ترکمنستان ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان سولي په مذاکراتو کې همکاري وکړي.
د ترکمنستان سرکاري خبري اژانس د راپور له مخې، قربان علي بردي محمدوف د ازبکستان له یوه پلاوي سره د یوه تړون تر لاسلیکېدو وروسته په عشق آباد کې د دوشنبې په ورځ وویل: هېواد یې حاضر دی چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانانو تر منځ د سولي مذاکراتو زمینه برابرول پیل کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ترکمنستان او ازبکستان، د افغانستان سوله او ثبات خپله شریکه ګټه بولي.
په عشق آباد کې د دواړو هیوادونو پلاوو د ټاپي پروژې په اړه چې د ترکمنستان ګېس د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته انتقالوي، هم خبري وکړې.