نواز شریف: د اوسنيو عدالتي بندېزونو مثال نه لیدل کېږي 

د پاکستان پخواني وزير اعظم او د واکمن مسلم ليګ ن رهبر ويلي چې د دې هېواد عدالت داسې بندېزونه لګوي چې په تاريخ کې يې مثال نه لیدل کېږي.

د سېنشبې ورځ په اسلام اباد کې د احتساب عدالت مخې ته نواز شريف خبريالانو ته وويل چې دېکتاتوران بندېزونه لګوي او عدالت د همدې لپاره وي چې هغه بندېزونه ختم کړي خو دلته عدالت په خپله بندېزونه لګوي چې مثال يې په تاريخ کې نه ملاوېږي.

له کله چې د ۲۰۱۷ مه کال د جولايي پر ۲۸مه نېټه د پاکستان سپريم کورټ نوازشريف د پانامه اسنادو په مقدمه کې نا اهله ګرځولی دی له هغه مهاله راهيسې د مسلم ليګ نواز ډلې او عدالت ترمنځ کړکېچ زيات شوی دی.

د سپریم کورټ مشر جسټس ثاقب نثار له تېرې څه مودې راهيسې ډېر فعاله شوی دی او د يوشمېر انتظامي چارو په اړه يې له خپلې غاړې نوټس اخيستی دی.

وتلي قانون پوه قاضي انور له مشال راډیو ته د مرکې پر مهال د نوازشريف خبرې پر ځای و بللې.

نوموړي وويل چې د نوازشريف خبره په قانوني او اخلاقي حواله پر ځای ده او خپله د پاکستان د وکيلانو سازمان پاکستان بار کونسل هم د شنبې پر ورځ د غونډې پرمهال پر چيف جسټس ږغ کړی وو چې له خپلې غاړې دې نوټس نه اخلي.

د ده په وينا جسټس ثاقب نثار تېره ورځ ويلي چې نور به ازخود نوټس نه اخلي.

نوازشريف پر جسټس ثاقب نثار غږ وکړ چې پر ځای ددې په انتظامي چارو کې مداخله وکړي بايد هغو کسانو ته هم ورشي چې له کلونو کلونو راهيسې يې مقدمې نه فيصله کېږي او له انصافه محرومه دي.

نوازشريف د خبرو پر مهال هلته ولاړ خبريالان مخاطب کړل او ویې ويل، که څه هم تاسو به دغه خبرې خپرې نکړای شی خو البته د پاکستان د يوه شهرې په حېث دا حق لري چې خپل نظر ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان احتساب اداره نېب بايد داسې رويه خپله نه کړي چې ورڅخه ښکاره شي چې ګواکې په دې هېواد کې مارشل لاء ده.

که څه نوازشريف پر عدالت تنقيدونو ته دوام ورکړی خو د ده مخالفه ګوندونه په تېره بيا تحريک انصاف د سپريم کورټ ملاتړ کوي او وايي چې نوازشريف درغلۍ کړې دي او پکار ده احتساب يې وشي.