د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، وسله والو ډاډ ورکړی دی چې هغوی به پرامن اوسي خو نوموړي د وسله والو ډلو نوم وا نه خیست.
نوموړي دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د فضلاء کانفرنس په نامه یوې غونډې ته په وینا کې وکړې.
دی وايي ۱۹ کاله وړاندې وزیرستان ته ورتلو خو مخه یې ونیول شوه، ځکه چې دلته ولس د سیاست کولو پرځای وینې تویولو ته هڅول کېدلو. او د وژنو لپاره ماحول تیار کړل شو او مخلوق یې د وینو تولو ته وتاړه.
مولانا فضل الرحمان وویل، پر وزیرستان چې څه تېر شول هغه د غلطو پالیسیو نتیجه وه. هغه وویل چې پر دغه خاوره ۱۶ کاله وینه توی شوه او د ظلم دغه توره شپه که هر څومره اوږده وه خو سهار یې هم راوخوت. او پر ولس یې د امن زېری وکړ.
هغه وویل د پوځي عملیاتو په نامه دې نورې کارویانې پای ته ورسول شي او نور د سیمې پر ځوانانو رحم وکړي. او دغه خاوره د امن په لمن کې راونغاړي.
مولانا فضل الرحمن وویل جنګ تباهۍ راوړي او د سیمې ولس نور امن غواړي.
په دغه غونډې ته نوموړي په خپله وینا کې د میرعلي او میرام شاه د کنډکپر کړل شویو بازارونو یادګېرنه وکړه چې دغه ولس نور خپل بازارونه ابادول غواړي. هغه پر خلکو ږغ وکړ چې راشئ خپل وطن اباد کړئ.